سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه بعثه مقام معظم رهبری در گپ بعثه مقام معظم رهبری در سروش بعثه مقام معظم رهبری در بله
سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه

سید علی خامنه ای د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ کال د ذی الحجې پینځمه نیټه

دښمنان له شیعه اوسنی څخه په ویرولو، دمسلمانانو د یووالی مخنیوی کوی: دښمنانو داسلامی فرقوترمنیځ فتنواچونې ته مخه کړې اوله شیعه اوسنی څخه د ویرولو په دسیسې سره داسلامی امت داتحادمخنیوی کوی دحج په مناسبت دنړۍ دحاجیانو په نامه داسلامی انقلاب دمعظم لارښو

دښمنان له شيعه اوسني څخه په ويرولو، دمسلمانانو د يووالي مخنيوي كوي:

دښمنانو داسلامي فرقوترمنيځ فتنواچونې ته مخه كړې اوله شيعه اوسني څخه د ويرولو په دسيسې سره داسلامي امت داتحادمخنيوي كوي دحج په مناسبت دنړۍ دحاجيانو په نامه داسلامي انقلاب دمعظم لارښود حضرت آيت ا....العظمي سيد علي خامنه اي دپيغام بشپړ متن په پښتو ژباړه ستاسو درانه حضر ته وړاندې كوو) بسم الله الرحمن الرحيم. الحمد لله رب العالمين و صلوات الله و سلامه علي الرسول الاعظم الامين و علي آله المطهرين المنتجبين . و صحبه الميامين. له بركت او رحمت ډك د حج موسم راورسيد او يو ځل بيا هغه نيكمرغه كسان چې په نوراني ميعاد كې يې د حاضريدو شرف لاسته راوړي ، له الهي فيضه خړوبيږي. دلته زمان او مكان ، هر يو حاجي د خپل معنوي او مادي ژوند لوړاوي ته بلي. دلته هر مسلمان سړي او ښځه، په زړه او هم په ژبه د صلاح او ژغورنې په لور د لوي خداي بلنې ته لبيك وايي. دلته هر يو كس فرصت مومي چې د ورورۍ ، يو رنګۍ او پرهيزګارۍ مشق و كړي. دا د د ښوونې او روزنې كيمپ دي؛د اسلامي امت د يووالي ، ستر والي او ډول ډول والي نندارتون دي. ؛ له شيطان او طاغوت سره د مقابلې ځاي دي. حكيم او قدير خداي دا داسې ځاي ګرځولې چې مومنان به پكې خپلې ګټې وويني. كه مونږ د عقل او عبرت سترګې پرانيزو دا اسماني وعده زمونږ د ټولنيز او وګړنيز ژوند په ټولو اړخونو كې صادقيږي. د حج د شعايرو ځانګړتيا د دنيا او اخرت او د وګړي او ټولنې سره اخښل دي. خالصه او پرتمينه كعبه، په يو ابدي او كلك چورليز د جسمونو اوزړونو طواف، د يو پيل او پاي تر مينځ منظم او دوامداره هاند، د عرفات او مشعر ډګرونو ته په ګډه كوچ او هغه ماحول او فضا چې زړونو ته په دغه لوي محشر كې تاندوالي وربخښي؛ د شيطان له بيلګو سره د مقابلې لپاره د ټولو هڅه، او له هر ځاي ، هر رنګه او هر ډول كسانو په يو ځاي ګام پورته كول، دا ټولې دستورې چې له رازونو، معناګانو او د هدايت له نښو ډكې دي د دغه معنادارې او محتوا دارې دندې خاصې ځانګړتياوې دي. دغه شان دستورې دي چې هم زړونه د خداي له ذكر پيونديږي. او هم د انسان د زړه خلوت د تقوا او ايمان په نور رڼا كوي. هم انسان د ځان منمۍ له حصاره راوباسي او د اسلامي امت په متنوعې غونډې كې يې شاملوي؛ هم د پرهيزګارۍ جامه چې دګناه له زهرجنو غشيو د انسان د روح زغره ده وراغوندي.، هم په شيطانانو او ظاغوتيانو د يرغل روحيه په هغه كې پيدا كوي.؛ دلته ده چې حاجي، هم د اسلامي امت د پراختيا يوه بيلګه د سر په سترګو ويني او په وړتياوو اوسونو يې پوهيږي او هم راتلونكي ته هيله منيږي.؛ او هم پكې د رول لوبولو لپاره ځان تيار محسوسوي؛ او هم كه د خداي توفيق او مرسته ورسره مله شي له عظيم الشان پيغمبر سره بيعت تازه كوي اوله عزتمن اسلام سره كلك تړون كوي. او د خپل ځان او امت د اصلاح او د اسلام د سرلوړۍ لپاره په ځان كې اوسپنيز هوډ پيدا كوي. دا دواړه يعنې د ځان اصلاح او د امت اصلاح، نه ختميدونكې فريضې دي او لارې چارې يې د تدبر او تامل د خاوندانو لپاره په ديني دندو كې په ځيرتيا او له بصيرت او عقله په كار اخستلو سره، ګرانې نه دي. د ځان اصلاح له شيطاني هوسونو سره له مبارزې او له ګناه د ډډه كولو په كوشش سره پيل كيږي، او د امت اصلاح د دښمن او د هغه د نقشو او چلولونو په پيژندلو، د هغه د چلونو، ګوزارونو او تربګنيو د شنډولو لپاره په هڅو، او هاله بيا د ټولو مسلمانانو او مسلمانو ولسونو د زړونو، لاسونو او ژبو په پيوند سره حاصليږي. د وخت په دې ټپال كې، د اسلامي نړۍ هغه لويه مسئله چې د اسلامي امت له برخليك سره ګنډلې ده، د افريقا په شمال او په جزيرة العرب كې انقلابي پيښې دي چې تر اوسه پكې څو فاسد او د امريكا تابع او د صهيونزم ملګري رژيمونه نسكور شوې او دغه شان نور رژيمونه يې په لړزا كړې دي. كه مسلمانان دغه لوي فرصت له لاسه وركړي او له هغه د اسلامي امت د اصلاح په لاره كې كار وانه خلي، لوي تاوان به يې كړي وي. اوس د دغه لويو اسلامي حركتونو د بې لارې كولو لپاره د تيري ګر او مداخله ګر استكبار ټول زيار په كار اچول شوي دي. په دغو لويو پاڅونونو كې مسلمان سړي او ښځې د واكمنانو د ظلم او د امريكا د واكوالۍ په خلاف چې د ولسونو د سپكاوي او ذلت، او له جنايتكار صهيونسټ رژيم سره د هم تړونۍ لامل شوې وو، پاڅيدلې دي. دوي د مرګ او ژوند په دغه مبارزه كې د خپلې ژغورنې عامل اسلام او دهغه ژغورونكې تعليمات او شعارونه وګڼل او دا يې په لوړ غږ ټولو ته ورسول. د فلسطين له مظلوم ولسه دفاع او له غاصب رژيم سره مبارزه يې دخپلو غوښتنو سرټكي وګرځول. د مسلمانو امتونو په لور يې د دوستۍ لاسونه وغځول او د اسلامي امت د اتحاد غوښتنه يې وكړه. دا په هغو هيوادونو كې د ولسي پاڅونونو اساسي ستنې دي چې په وروستيو دوو كلونو كې يې د ازادۍ او اصلاح بيرغ رپولي او په خپل ټول وجود سره د انقلاب ډګر ته راوتې دي . او همدا دي چې د لوي اسلامي امت د اصلاح اساسي ستنې ټينګولي شي. د دغه اساسي آرونو په سر ټينګ ودريدل، په دغو هيوادونو كې د ولسي پاڅونونو د اخري كاميابۍ لازم شرط دي. دښمن په دې پسې دي چې همدغه اصلي ستنې ولړزوي . د امريكا او ناټو او صهيونزم فاسد ګوډاګي له ځينو غفلتونو او سطحي نظرونو په استفادې سره هڅه كوي د مسلمانو ځوانانو سيلابي حركت بې لارې كړي او هغوي د اسلام په نامه په يو بل ورواچوي. او استعماري ضد او صهيونسټ مخالفه جهاد د اسلامي نړۍ په كوڅو او واټونو كې په ړندې ترهه ګرۍ بدل كړي.، چې د مسلمانانو وينه د يو بل په لاس په ځمكه توي شي او د اسلام دښمنان له بندون او مشكله راووځي او اسلام او مجاهدان يې بدنامه او بدرنګه وبريښي. هغوي د اسلام او اسلامي شعارونو په ختمولو كې له نهيلۍ وروسته اوس د اسلامي فرقو تر مينځ فتنه جوړولو ته مخه كړې او له شيعه او سني د يو بل د ويرولو په دسيسې سره د اسلامي امت د اتحاد په لاره كې خنډونه جوړوي. هغوي په سيمه كې د خپلو ډوډي خورو په مرسته په سوريې كې لانجه جوړوي چې د ولسونو ذهنونه دخپلو هيوادونو له مهمو مسئلو او هغو خطرو چې ورته په كمين كې غلې دي ، وغړوي او هغه خونړۍ لوبې ته يې چې په خپله يې جوړه كړې، واوړي. په سوريې كې داخلي جنګ او د يو بل په لاس د مسلمانو ځوانانو وژله هغه جنايت دي چې د امريكا او صهيونزم او دهغوي د تابعو دولتونو په وسيله پيل شوې او پوكې وركول كيږي. څوك باور كولي شي چې په مصر ، تيونس او ليبيا كې د ديكتاتورانو ملاتړي دولتونه اوس د سوريې د ولس د ولسواكۍ غوښتنې پلويان شوې دي ؟ د سوريې كيسه له هغه حكومته د غچ اخستلو لوبه ده چې درې لسيزې په يوازې سر دغاصبو صهيونسټانو په وړاندې ودريده او په فلسطين او لبنان كې يې د مقاومت له ډلو دفاع كړې ده . مونږ د سوريې د ولس پلويان او په دغه هيواد كې د هرې بهرنۍ لاسوهنې او لمسونې مخالف يوو. په دغه هيواد كې هر ډول سماوي بايد په خپله د ولس په لاس او پوره په ملي طريقو سره وشي. دا چې نړيوال سلطه غواړي په سيمه كې د خپلو لاس پوڅو دولتونو په مرسته په يو هيواد كې په مختلفو پلمو شخړې جوړوي او بيا د بحران د شتون په پلمه په هغه هيواد كې د ځان لپاره هر ډول جنايت روا ګڼي ، يو لوي خطر دي چې كه د سيمې دولتونه ورته پام ونه كړي بايد له دغه استكباري چله د خپل لمبر رارسيدلو ته په تمه اوسي. اي زما وروڼو او خويندو! د حج ورځې د اسلامي نړۍ په لويو پيښو كې د ژور فكر او سوچ ورځې دي . د سيمې د انقلابونو برخليك او هغه هڅې چې له دغو انقلابونو زخم خوړلو قدرتونو د هغو د بې لارې كولو لپاره روانې كړي په ټولو فكر پكار دي. د مسلمانانو په مينځ كې د اختلاف اچولو لپاره خائنانه هڅې او د ايران د اسلامي جمهوريت او د تازه راپاڅيدلو هيوادونو په مينځ كې د بدګمانيو جوړول، د فلسطين مسئله، د مبارزانو د څنډې ته كولو او د فلسطيني جهاد د غلې كولو كوششونه، د لويديځو دولتونو اسلام مخالفه تبليغات او د لوي پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وآله وسلم په پاك شان كې له سپكاوي كوونكوي څخه دهغوي ملاتړ؛ د كورنيو جنګونو او د مسلمانو هيوادونو د ويشلو لپاره زمينه جوړول، له لويديځو سلطه غواړو سره له مقابلې د د انقلابي ولسونو او دولتونو ويرول او د دې وهم او خيال القاء كول چې د هغوي راتلونكي يوازې د دغو تيري ګرو په وړاندې په تسليميدو كې دي ... او داسې نور حياتي او مهم مسايل، په هغو مهمو قضاياوو كې شامليږي چې د حج په فرصت او ستاسو حجيانود غږملتيا او يو زړه والي په سيوري كې ورباندې ژور فكر او غور وشي. بيشكه د خداي هدايت او مرسته به د امن او سلامتيا لارې ، هڅاندو مومنانو ته وښيي. « والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا» والسلام عليكم و رحمة الله وبركاته . سيد علي خامنه اي د ۱۳۹۱ كال د تلې د مياشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ كال د ذي الحجې پينځمه نيټه.

 


| شناسه مطلب: 11457







نظرات کاربران