د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

بعثه مقام معظم رهبری در گپ بعثه مقام معظم رهبری در سروش بعثه مقام معظم رهبری در بله
د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.
د قدس د ورځې په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آیت الله خامنه ای پیغام.

بسم الله الرحمن الرحیم


والحمد لله ربّ العالمین و صلی الله علی محمد و آله الطاهرین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدین


په درسته نړۍ کې په مسلمانو وروڼو او خویندو سلام وایم او له خدایه ورته سوال کوم چې د روژې میاشتې اطاعتونه یې قبول کړی او مخکې له مخکې ورته د نیکمرغه وړوکی اختر د رارسېدو مبارکی وړاندې کوم او د الهی مېلمستیا په دغه میاشته کې د شتون په نعمت د کریم پالونکی شکر ادا کوم.


 نن د قدس ورځ ده؛  هغه ورځ چې د امام خمینی په هوښیارانه نوښت سره د قدس شریف او مظلوم فلسطین په باره کې د مسلمانانو د غږملتیا لپاره  د یوې وصلوونکې کړۍ په توګه  وټاکل شوه، او په دې څو لسیزو کې یې په دې مساله کې رول ولوباوه او بیا به یې هم لوبوی ان شاء الله. ولسونو د قدس د ورځې هرکلی وکړ او  هغه یې د لومړی واجب کار په شان یعنې د فلسطین  د ازادۍ د بېرغ د هسک ساتلو لپاره، عزتمنه وګڼله. د استکبار او صهیونزم لوی سیاست د مسلمانو ټولنو په ذهنونو کې د فلسطین د مسالې پیکه کول او له هغوی یې هېرول دی. او زمونږ لومړۍ او سملاسی دنده له دغه خیانت سره  مقابله کول دی چې  د دښمن د سیاسی فرهنګی تالی څټو او ایجنټانو په لاس په خپله په اسلامی هیوادونو کې روان دی. او حقیقت دا دی چې د فلسطین هومره لویه مساله هغه څه نه دی چې د مسلمانو ولسونو، غیرت، په ځان باور او ورځ تر بلې هوښیارېدل یې  هېرېدو ته پرېږدی که څه هم امریکا او  نور سلطه پال او سیمه ایز کلینډران یې خپل ټول توان او پېسه په دې لاره ولګوی. 


   لومړۍ خبره د فلسطین د مسالې د غصب او پکې د صهیونسټی سرطانی دانې د جوړېدو د غمیزې د لوی والی یادول دی. اوسنۍ زمانې ته په نزدې وختونو کې  په بشری جنایتونو کې، هیڅ جنایت دومره لوی او سخت نه ؤ. د یو هېواد غصبول او د همېشه لپاره یې د  خپل پلار نیکه  له ټاټوبی او خپل کور اوره د هغې د استوګنو وېستل، هغه هم په ډول ډول بوږنوونکو جنایتونو، د حرث او نسل په  ختمولو  او په لسګونو کاله د دغه  تاریخی ظلم په جاری ساتلو سره، په رښتیا چې د انسان د شېطان صفتۍ او ځناورۍ یو نوی ریکارډ دی.


 د دغه غمیزې اصلی مجرم او لامل لویدیځ دولتونه او د هغوی شیطانی  سیاستونه وو. هغه ورځ چې د لومړی نړیوال جنګ فاتحو دولتونو، د لویدیځې آسیا سیمه یعنې د عثمانی حکومت آسیایی ټاټوبی،  د لویې جنګی ولجې په توګه د پاریس په کانفرنس کې په خپلو کې وېشه، د خپلې سلطې د دایمی تضمین لپاره یې  د دې سیمې په زړه کې د یوې امنې اډې ضرورت تر پخوا زیات احساس کړ. انګلستان تر دې کلونه مخکې د بالفور په طرحې سره د هغې لپاره زمینه برابره کړې، او د یهودی زرواکانو په همفکرۍ سره یې، د صهیونزم په نامه یو بدعت د رول لوبولو لپاره چمتو کړی و.


 او اوس یې عملی زمینه برابرېده.  له هماغه کلونو یې ورته سریزې ورو ورو د یو بل تر څنګ برابرې کړې او آخر له دوهم نړیوال جنګه وروسته  یې د سیمې د دولتونو له  غفلت او ستونزو په استفادې سره، خپل ګوزار وکړ او جعلی او بې ولسه صهیونسټ رژیم  یې اعلان کړ.


د دغه ګوزار لومړۍ نښې د فلسطین ولس  او په دوهمه درجه کې، د دې سیمې ټول ولسونه وو.


 د سیمې ورپسې پېښو ته کتنه ښیی چې  د صهیونسټ دولت له جوړولو د لویدیځوالو او د یهودی کمپنۍ دارانو لومړی هدف، په لویدځه آسیا کې د خپل شتون او دایمی نفوذ لپاره د یوې اډې جوړول، او د دې سیمې په هیوادونو او دولتونو د تسلط ، دخالت او تحمیل لپاره د نزدې دسترسۍ امکان پېدا کول وو. له دې امله یې دغه جعلی او غاصب رژیم په ډول ډول طاقتورونکو، پوځی او غیر پوځی امکاناتو او حتی ایټمی وسلو سنبال کړ او له نیله تر فراته د دغه  سرطانی دانې  خپرول یې په خپلو پروګرامونو کې راوستل.


افسوس چې اکثره عرب دولتونه له لومړیو مقاومتونو وروسته چې ځینې یې د ستاینې وړ وو، ورو ورو تسلیم شول او په تېره بیا د مسالې د متولی په توګه د امریکا د متحده ایالتونو له راننوتلو وروسته یې هم  انسانی، اسلامی او سیاسی فرض  او هم عربی غیرت او ویاړ هېر کړل او په چټی  هیلو سره یې د دښمن ژرندې ته اوبه واچولې. کیمپ ډیویډ د دغه تراخه حقیقت یو جوت مثال دی. 


مبارزې ډلې هم  په لومړیو کلونو کې له ځینو باتورانه مجاهدتونو وروسته، تدریجا  له نیواکګر او د هغه له ملاتړو سره د مذکراتو بې انجامه لارې ته وکاږل شول او  هغه لاره یې چې د فلسطین د ارمان د پوره کېدو سبب ګرځېدلې شوه، هېره کړه.  له امریکا او نورو لویدیځو دولتونو او  له بې خاصیته نړیوالو ټولنو سره مذاکره، د فلسطین ترخه او ناکامه تجربه ده. د ملګرو ملتو په  عمومی ټولنه کې د زیتون د څانګو ښودلو، د اوسلو له  تاوانی تړونه پرته بله پایله نه لرله او آخر هم د یاسر عرفات په غمژنوونکې برخلیک پای ته ورسېده.


په ایران کې د اسلامی انقلاب راڅرګندېدو د فلسطین لپاره په مبارزه کې نوی څپرکی پرانسته. له لومړیو ګامونو یعنې د صهیونسټو عناصرو  له شړلو څخه چې د طاغوت د زمانې ایران یې خپله یوه امنه اډه ګڼله او د فلسطین استازی ته د صهیونسټ رژیم د غیر رسمی سفارت د ځای په سپارلو، د تیلو له غوڅولو نېولې تر لویو سیاسی کارونو او فعالیتونو،  ټول په درسته سیمه کې د «مقاومت د جبهې» د پېدا کېدو سبب شول او په زړونو کې یې د مسالې د حل غوټۍ وسپړله.  د مقاومت د جبهې په څرګندېدو سره  د صهیونسټ رژیم لپاره کار لا پسې سخت شو، -او  که خدای کول په راتلونکی کې به لا هم سخت شی- خو د هغه په دفاع کې د دغه رژیم د حامیانو او په سر کې یې د امریکا کوششونه هم ډېر زیات شول، په لبنان کې د حزب الله په شان د سرښندونکی ځوان او مومن ځواک پېدا کېدلو او د فلسطین په پولو کې دننه د حماس او جهاد اسلامی په شان د انګېزه لرونکو ډلو جوړېدلو نه یوازې د صهیونسټ رژیم سرغنه بلکې امریکا او نور لویدیځ دښمنان هم  پرېشانه او وارخطا کړل  او له غاصب رژیمه  د  سافټ ویر یا نرم او هارډ ویر یا سخت ملاتړ  وروسته یې  په سیمه کې له دننه او په عربی ټولنه کې له دننه د ځان لپاره د ملګرو پېدا کول د خپلو پروګرامونو په سر کې راوستل. د هغوی د پریمانه کار نتیجه نن د عربی دولتونو د ځینو سرغنه او او د ځینې خاینو عربو سیاسی او فرهنګی فعالانو په وینا اوعمل کې څرګنده او د ټولو په وړاندې ده.


 نن له دواړو لورو، د مبارزې په ډګر کې متنوع فعالیتونه راښکاره کیږی، په دې  فرق سره  چې د مقاومت جبهه د ډېر طاقت او هیلې په لور او د قدرت  د زیاتېدونکو عناصرو د جذبولو په لور په مخ روانه ده او د دې په اپوټه د ظلم او استکبار جبهه ورځ په ورځ، تشه، نهیلې او کم توانه کیږی د دې ادعا ښکاره نښه دا ده چې  د صهیونسټ رژیم  پوځ چې یو وخت  یو ماته نه خوړونکی او د برېښنا په شان چټک  شمېرل کېده او د دوو حمله کوونکو هیوادونو لوی پوځونه یې په یو څو ورځو کې ودرول، نن  په لبنان او غزه کې د ولسی مبارز ځواک پر وړاندې  شاتګ او په ماته اعتراف ته مجبوره کیږی.


سره له دې، د مبارزې ډګر ډېر خطرناک، بدلېدونکی او همېشنۍ څارنې ته اړمن دی  او د دغه مبارزې موضوع ډېره مهمه ،برخلیک ټاکونکې او حیاتی ده.  په اساسی محاسباتو کې هر ډول خطا، غفلت او سهل فکری به درانه تاوانونه واړوی.


او په دې اساس هغو ټولو کسانو ته چې د فلسطین له مسالې سره دلچسپی لری څو سپارښتنې کوم:


 ۱:  د فلسطین د ازادۍ لپاره  مبارزه،  د خدای په لاره کې جهاد، او مطلوبه اسلامی فریضه ده. په دغه شان مبارزې کې کامیابی تضمین شوې ده، ځکه چې مبارز کس حتی که وهم وژل شی له دوو ښېګڼو یوې ته رسیږی. پر دې سربېره، د فلسطین مساله یوه انسانی مساله ده، له خپل کور، پټی ، د ژوند او کسب له ځایه د میلیونونو انسانانو ویستل هغه هم په وژلې او جنایت سره د هر انسان ضمیر رالړزوی او ژوبلوی یې او که همت او شجاعت ولری باید مقابلې ته یې ودریږی. نو یوازې د فلسطین او زیات نه زیات د عربو په مسالې پورې د هغې رالنډول  یوه ښکاره غلطی ده.


 هغه کسان چې د څو فلسطینی عناصرو او یا څو عربو واکمنانو سازش، له دغه اسلامی او انسانی مسالې د تېرېدو مجوز ګڼی،  په مسالې په پوهېدلو کې ډېر تېروتلې او احیانا په هغې کې د تحریف په شکل کې خیانت کوی.


 ۲: د دغه مبارزې هدف،  له بحره تر نهره د ټول فلسطین ټاټوبی ازادول  او خپل هیواد ته د ټولو فلسطینیانو ستنېدل دی. د دغه وطن په یو ګوټ کې  د یو حکومت جوړولو ته یې راټیټول، هغه هم په داسې سپکاوونکې طریقې سره چې د بې ادبو صهیونسټانو په ادبیاتو کې یې یادونه کیږی، نه د حق اخستلو نښه ده او نه د واقع بینۍ. حقیقت دا دی چې  نن میلیونونه فلسطینیان د فکر ، تجربې او په ځان باور هغه مرتبې ته رسېدلې چې دغه لوی جهاد د خپل همت بېلګه کړی او البته  د خدای په مرسته او وروستۍ  کامیابۍ ډاډه وی، چې فرمایلې یې دی: وَلَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن یَنصُرُه إِنَّ اللَّهَ لَقَوِیٌّ عَزِیزٌ .. بې شکه په درسته نړۍ کې به ډېر مسلمانان له هغوی سره مرسته  او ورسره به خواخوږی کوی.  ان شاء الله.


۳:   که څه هم په دغه مبارزه کې له هر حلال او مشروع ځایه استفاده روا ده  منجمله نړیوال ملاتړونه، خو په تاکید سره باید، په لویدیځو دولتونو  او په ظاهره یا باطنه په هغوی پورې په تړلو نړیوالو ټولنو له  باوره باید ډډه وشی. هغوی له هر اغیزشیندونکی اسلامی موجودیت سره دښمنی لری؛ هغوی د انسانانو او ولسونو د حقوقو پروا نه کوی؛ هغوی په خپله اسلامی امت ته د ډېرو تاوانونو او جنایتونو لامل دی؛ همدا اوس کومه یوه نړیواله اداره او یا کوم جنایتکار طاقت، په څو اسلامی او عربی هیوادونو کې د ترورونو ، عامو وژلو، جنګ جوړولو، بمباریو او مصنوعی کاختیو ځوابګویه دی؟


  نن خلک په درسته نړۍ کې د کورونا د قربانیانو شمېر یو په یو شماری خو  هیڅوک پوښتنه نه کوی چې په هغو هیوادونو کې چې  امریکا او اروپا پکې د جنګ اورونه بل کړې د  لکونو شهیدانو، اسیرانو او ورکو کسانو مسوول او قاتل  څوک دی؟ په  افغانستان، یمن، لیبیا، عراق  سوریې او نورو هیوادونو کې  په ځمکه د دومره ناحقه تویو شویو  وینو ذمه وار  څوک دی؟ په فلسطین کې د دومره  جنایتونو، غصب  او ورانیو  مسوول څوک دی؟  ولې چا په اسلامی نړۍ کې دغه میلیونونه  مظلوم سړی، ښځې او ماشومان ونه شمېرل؟ ولې څوک د مسلمانانو په  قتل عام تسلیت نه وایی؟ ولې میلیونونه فلسطینیان باید اویا کاله له خپل کور اوره لرې  او جلاوطن وی؟ او ولې د  مسلمانانو د لومړۍ قبلې قدس شریف  سپکاوی وشی؟ د تش په نامه ملګرو ملتو موسسه ولې په خپله  دنده عمل نه کوی او تش په نامه د بشری حقوقو سازمانونه مړه دی. د «ښځو او ماشومانو د حقوقو»  په شعار کې د یمن او فلسطین مظلوم ماشومان او ښځې نه شاملیږی.


 نو د ظالمو لویدیځو قدرتونو  او ورپورې تړلو نړیوالو ټولنو حالت دغه دی. په سیمه کې د هغوی په پل د تلونکو ځینو دولتونو حال هم په رسوایۍ او بې شرمۍ کې تر دې بتره دی چې بیان کړی شی...


 نو مسلمانه غېرتمنه ټولنه باید په ځان او خپل داخلی ځواک تکیه وکړی؛ خپل قدرتمن لاس له لستوڼی بهر کړی او په خدای په توکل او اعتماد سره  له خنډونو تېر شی.


۴:  یو مهم ټکی باید د اسلامی ټولنې د سیاسی او پوځی ماهرانو  له نظره پټ پاتې نه شی، د مقاومت د جبهې شاته د نښتو د  انتقالولو لپاره د امریکا او صهیونیسټانو سیاست دی. په سوریه کې  د داخلی جنګونو پېلول، او په یمن کې پرله پسې وژله او پوځی محاصره، او ترور، په عراق کې د داعش جوړول او ویجاړۍ او د سیمې په ځینو نورو هیوادونو  دې ته ورته قصې ټولې د مقاومت د جبهې د  بوختولو او صهیونسټ رژیم ته د فرصت ورکولو لپاره چلونه دی. د مسلمانو هیوادونو ځینې سیاستوال نادانسته او ځینې یې په شعوری توګه د دښمن د دغه چلولونو په خدمت کې راغلې دی.د  دغه خباثت آمیزه سیاست د اجرا د مخنیوی لاره، زیاتره په ټوله اسلامی نړۍ کې د غیرتمنو ځوانانو کلکه غوښتنه ده. په ټولو اسلامی هیوادونو په تېره بیا عربو هیوادونو کې ځوانان باید د امام خمینی سپارښتنې هېرې نه کړی چې فرمایلې یې دی: څومره چې چغې او فریاد لرئ د امریکا  او البته صهیونسټ دښمن په خلاف یې وباسئ.


 ۵:  په سیمه کې د صهیونسټ رژیم د شتون د عادی کولو سیاست د امریکا د متحده ایالتونو یو لوی سیاست دی. د سیمې ځینې عرب دولتونه چې د امریکا د چاروالو او خدمتکارانو رول لوبوی په دې مساله کې  لازم مقدمات  منجمله اقتصادی اړیکې او داسې نور برابروی. دا هڅې ټوټل شنډې او بې ثمره دی. صهیونسټ رژیم  یوه مهلکه دانه او د دې سیمې لپاره تش زیان  دی او په یقین سره  ختمه او له مونډه ووځی او بې شرمی او مختوری به یې د هغو کسانو لپاره پاتې شی چې  خپل امکانات یې د د دغه استکباری  سیاست په خدمت کې ورکړې دی ځینې د دغه بد عمل د توجیه لپاره استدلال کوی چې صهیونسټ رژیم په سیمه کې یو  واقعیت دی، بې له دې چې رایاده کړی چې  له مهلکو او زیان بخښونکو واقعیتونو سره باید مبارزه وشی او له مینځه یوړل شی. نن کرونا هم یو واقعیت دی  او ټول باشعوره انسانان ورسره مبارزه واجبه ګڼی. د صهیونزم زوړ وایرس به بې ګمانه ډېر وخت پاتې نه شی او د ځوانانو په همت ، ایمان او غیرت سره به یې له دې سیمې مونډ وویستی شی.    


 ۶: زما تر ټولو اصلی سپارښتنه، د مبارزې دوام او  د جهادی سازمانونو منظمول او له یو بل سره یې ملګرتیا او په ټول فسطینی ټاټوبی کې د جهاد د ډګر پراختیا ده. ټول باید په دغه سپېڅلی جهاد کې د فلسطین له ولس سره مرسته وکړی. ټول باید د فلسطینیو مبارزانو مټې پیاوړې  او ننګه یې وکړی. مونږ به په ویاړ سره هر څه چې په وس کې ولرو په دې لاره کې کوو.  یو وخت زمونږ تشخیص دا ؤ چې فلسطینی مبارز،دین غیرت او میړانه لری او د هغه یوازینۍ ستونزه دا ده چې په لاس کې یې وسله نیشته. د خدای په هدایت او مدد سره مو پلانونه وکړه او نتیجه یې دا ده چې  په فلسطین کې د طاقت انډول بدل شو او نن غزه د صهیونسټ دښمن په وړاندې ودرېدلی او پرې برلاسه کېدلی شی. په نیواکی سیمو نومول شوې برخې کې د انډول دغه بدلون وتوانېده د فلسطین  مساله  نهایی ګامونو ته نزدې کړی. په دې خبره کې  کوراکه تشکیلات لویه دنده په غاړه لری.  له وحشی دښمن سره  یوازې د قدرت له دریځه او په طاقت سره خبره  کېدلی شی  او الحمدلله د دغه طاقت زمینه د فلسطین په میړنی او مقاوم ولس کې تیاره ده. د فلسطین ځوانان نن د خپل کرامت دفاع ته تږی دی.حماس او اسلامی جهاد په فلسطین او حزب الله په لبنان کې، په ټولو غاړې خلاصې کړې دی.  دنیا نه ده هېره کړې   او نه به  هېره کړی هغه  ورځ چې  صهیونسټ پوځ د لبنان پولې ماتې او تر بېروته مخکې لاړ او هغه ورځ چې  د اریل شارون په نامه قاتل جنایتکار په صبرا او شتیلا کې د وینې حمام جاری کړی اونه یې ده هېره کړې او نه به یې هېره کړی  هغه ورځ چې  همدغه پوځ د حزب الله د ځپونکو ګوزارونو په وړاندې بې له دې بله چاره نه لرله چې  د ډېرو تلفاتو په ورکولو او  په ماته په اعتراف سره د لبنان له پولو شاتګ وکړی او د اوربند سوالونه وکړی...  ډک لاس او د طاقت دریځ یعنې همدا. اوس پرېږده  پلانکی اروپایی دولت چې په صدام رژیم د کیمیایی موادو د خرڅولو په خاطر باید تر ابده شرمساره وی، مجاهد او سرلوړی  حزب الله غیر قانونی وګڼی.  غیرقانونی خو د امریکا په شان رژیم دی چې داعش جوړوی او  د اروپا د هغه دولت په شان رژیم چې  په زرګونو کسان د ایران په بانه او د عراق په حلبچه کې  یې د کیمیایی مواد په وجه د مرګ ستونی ته لویږی.


۷: وروستۍ خبره دا ده چې فلسطین د فلسطینیانو دی او باید د هغوی په ارادې سره وچلول شی. د ټولو فلسطینی دینونو او قامونو څخه د ټول پوښتنې طرحه چې کابو دوه لسیزې مخکې مو وړاندې کړې، یوازینۍ نتیجه ده چې باید د فلسطین په ننیو او سبانیو ننګونو مترتبه شی. دا طرحه ښیی چې له یهودیت سره د  دښمنۍ ادعا چې لویدیځوال یې په خپلو پروپاګنډو کې تکراروی، بیخی بې اساسه ده. په دې طرحه کې یهودی  او مسیحی او مسلمان  فلسطینیان د یو بل په څنګ کې په یوې ټول پوښتنې کې ګډون او د فلسطین هیواد سیاسی نظام ټاکی. هغه څه چې قطعا باید لاړ شی صهیونسټی نظام دی او صهیونزم، په خپله په یهودیت دین کې یو بدعت او بیخی پردی څیز دی.


په پای کې د قدس د شهیدانو  له شیخ احمد یاسین او فتحی شقاقی او سید عباس موسوی نیولې تر د اسلام د لوی سردار او د مقاومت د نه هېرېدونکی څیرې شهید قاسم سلیمانی او  د عراق د لوی مجاهد شهید ابو مهدی المهندس  او د قدس د نورو شهیدانو د یاد درنښت کوم او د عظیم الشان امام خمینی چې د عزت او جهاد لاره یې مونږ ته پرانستله، په روح سلام وایم او همداراز د مجاهد ورور ارواښاد  شیخ الاسلام چې کلونه یې په دې لاره کې هڅه وکړه د الهی رحمت دعا کوم.


 


والسلام علیکم و رحمةالله


| شناسه مطلب: 100523







نظرات کاربران