Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO بعثه مقام معظم رهبری در گپ بعثه مقام معظم رهبری در سروش بعثه مقام معظم رهبری در بله
Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO

Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO

Message of Imam Khamenei on 2020 Hajj pilgrimage, in PASHTO

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای د سږنی حج په هکله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته خپل مهم پیغام ورکړ چې بشپړ متن یې په دا ډول دی:

بسم‌الله‌الرحمن‌الرحیم

والحمدلله رب العالمین و صلی الله علی محمد و آله الطاهرین و صحبه المنتجبین
و من تَبِعَهُم باِحسانٍ الی یوم الدین

د حج ورځې چې همېشه د اسلامی نړۍ د عزت، سترتوب او غوړېدا ورځې وې، سږ کال د مومنانو په غم او حسرت لړلې او د مینانو د بېلتون او ناکامۍ له احساس سره یو ځای دی. زړونه د کعبې په غربت د پردیسۍ احساس کوی او د پاتې کسانو د لبیک غږونه په اوښکو اهونو او اسویلو لړلې دی.
دغه محرومی لنډ مهاله ده او د خدای په مدد او مرسته ډېره به نه شی پاتې، خو د دې درس چې د حج د لوی نعمت په قدر پوهېدل دی باید تل پاتی شی او مونږ له غفلتونو وژغوری. د کعبې په حریم، او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د بقیع دامامانو علیهم السلام په حرم د مومنانو په هراړخیزې او رنګارنګې غونډې کې د اسلامی امت د عظمت او طاقت راز باید تر پخوا زیات محسوس کړو او غور پرې وکړو.

حج، بې سارې فریضه ده؛ د اسلامی فرایضو په مینځ کې لکه غمی ځلیږی؛ لکه چې د دین ټول مهم وګړنیز، ټولنیز، ځمکنی اسمانی، تاریخی او جهانی اړخونه باید په دې کې تکرار او له سترګو تېر شی.

معنویت په دې کې دی، خو بې له ځانله کېدو، کونج ته کېدو او خلوتېدو، اجتماع په دې کې ده خو له جنګ جکړو، بد ویلو او بد غوښتلو پاکه. له یوې خوا له الهی ذکر، لمنځ او مناجاتو روحی خوند او له بلې خوا له خلکو سره د مینې او ارتباط پېوند.

حاجی په یوه سترګه له تاریخ، حضرت ابراهیم، اسماعیل او بی بی هاجرې، مسجد الحرام ته د سوبمن ورتګ په وخت د خدای له رسول، او د اسلام د سرکښېنیو وختونو له مومنانو سره خپل زاړه پېوند ته ګوری او په بله سترګه د خپلې زمانې د مومنانو سمندر ته، چې هر یو یې له یو بل سره د مرستې او د خدای په رسۍ د ګډو منګولو لپاره د یو لاس کردار ادا کولی شی.

په حج کې تفکر او تدبر، حاجی دې قطعی یقین ته رسوی چې د بشریت لپاره د دین ډېر ارمانونه او هیلې د دیندارانو له همدلۍ، ملګرتیا او مرستې پرته نه شی پوره کېدی، او د دغه همدلۍ او همکارۍ په پېدا کېدو سره، د دښمنانو او مېرڅمنانو چلولونه په دې لاره کې کومه ستونزه نه شی رامینځته کولې.
حج، دهغو مستکبرانو په وړاندې د طاقت مانوره ده چې د فساد، ظلم او ضعیف کشۍ او غارتګرۍ مرکزونه دی او نن د اسلامی امت روح او ځان د هغوی له ظم او خباثته ځورېدلی او ژوبلېدلی دی.حج د امت د سختو او نرمو توانمنیو نندارتون دی.

دا، د حج طبیعت، روح او یو مهم هدف یې دی، دا هماغه دی چې ارواښاد امام لوی خمینی، ابراهیمی حج باله او دا هماغه دی چې که د حج متولیان چې ځانونه خادم حرمین بولی، ورته صادقانه غاړه کیږدی او د امریکا د دولت د راضی کولو په ځای، د خدای رضا ته مخه کړی، د اسلامی نړۍ ډېرې لویې ستونزې حلولی شی.

نن د همېشه په شان- او تر بل هر وخته زیات- د اسلامی امت ارو مرو مصلحت، په وحدت کې دی؛ داسې یو والی چې د ګواښونو او تربګنیو په وړاندې یو موټی رامینځته کړی او د مجسم شیطان، او تیری ګرې او غدارې امریکا او د هغې د زنځیری سپی صهیونسټ رژیم پر وړاندې وغوریږی او د بدماشیو په وړاندې په باتورۍ سره ټټر ووهی.

دا الهی فرمان دی چې فرمایلې یې دی:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا..
قران حکیم ، اسلامی امت د أَشِدَّاءُ عَلَی الْکُفَّارِ رُحَمَاءُ بَیْنَهُمْ، په شکل کې معرفی کوی او له هغه د وَلَا تَرْکَنُوا إِلَی الَّذِینَ ظَلَمُوا، وَلَن یَجْعَلَ اللَّهُ لِلْکَافِرِینَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلًا، فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْکُفْرِ و لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِیَاءَ، دنده غواړی او د دې لپاره چې دښمن په ګوته کړی د لا یَنْهَاکُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِینَ لَمْ یُقَاتِلُوکُمْ فِی الدِّینِ وَلَمْ یُخْرِجُوکُم مِّن دِیَارِکُمْ ، حکم ورکوی.

دا مهم او برخلیک جوړوونکی اوامر باید زمونږ مسلمانانو له فکری او ارزشی منظومو لرې پاتې نه شی او هیر نه کړی شی. نن تر بل هر وخت زیات د دغه اساسی بدلون زمینه د امت، او د هغه د زړه سواندو او صلاح غواړو متفکرانو په لاسرسۍ کې ده. نن خپلو معرفتی او معنوی پانګو ته د مسلمانو ځوانانو او پوهانو د توجه په معنا اسلامی بیداری، یو نه انکارېدونکی حقیقت دی. نن لیبرلزم او کمیونزم چې سل کاله مخکې او پنځوس کاله مخکې د لویدیځ تمدن تر ټولو لوی سوغات ګڼل کېدل، بیخی بېرنګه شوی او نه درملېدونکې عیبونه یې ښکاره شوې دی.پر هغه یو واکمن نظام وشړېده او پر دې بل ولاړ نظام هم له ژورو بحرانونو سره مخامخ او د نړېدو په درشل کې دی.

نن نه یوازې د لویدځ فرهنګی بېلګه –چې له پېله یې په بې شرمۍ او رسوایۍ سره په میدان کې ګام کېښوده- بلکې حتی سیاسی او اقصتادی بېلګه یې یعنې په پېسو چورلېدونکې ډیموکراسی او له طبقاتی او توکمیز توپیره ډک پانګه وال نظام هم خپل بې فایدې والی او فسادوالی څرګند کړی دی.
نن په اسلامی نړۍ کې د هغو پوهانو شمېر کم نه دی چې په هسکه غاړه او په ویاړ او سرلوړۍ سره، د لویدیځ ټولې معرفتی او تمدنی ادعاګانې ننګوی او اسلامی نعم البدلونه یې په ډاګه په ګوته کوی. نن حتی لویدیځ اندیال چې تر دې مخکې یې په ډېر کبر سره لیبرلیزم د تاریخ پای ګڼله، له ناچارۍ خپله ادعا بیرته اخستې او په خپلې نظری او عملی لالهاندۍ داده کیږی.

لږ د امریکا واټونو، له خپلو خلکو سره د امریکا د حکومت چلند، په دغه هیواد کې د طبقاتی واټن ژورې کندې، د هغو کسانو حقارت او ناپوهۍ ته چې د دغه هیواد د چلولو لپاره غوره شوې، پکې بوږنوونکی توکمیز توپیر، دهغوی د ګمارل شوی مامور سخت زړه توب ته چې یو بې ګناه انسان په سړک کې په ډېره سړه سینه او د تېرېدونکو کسانو په مخکې وژنی، دغو ټولو ته کتنه د لویدیځ د هڅوب د اخلاقی او ټولنیز کړکیچ ژورتیا او د هغوی د سیاسی او اقتصادی فلسفې غلطوالی او کږوالی څرګندوی.

له کمزورو ولسونو سره د امریکا چلند، د هغه پلیسو د چلند لویه شوې نسخه او بېلګه ده چې د یو بې دفاع تورپوستی په څټ یې زنګون کېښود او دومره زور یې ورکړ چې هغه یې مړ کړ.
نور لویدیځ دولتونه هم هر یو د خپل وس او وړتیا په اندازه د دغه غمیزناک حالت نورې بېلګې دی.

ابراهیمی حج د دغه ماډرن جاهلیت په وړاندې د اسلام برمناکه ښکارنده ده؛ اسلام ته بلنه او د اسلامی ټولنې د ژواک علامتی ننداره ده. داسې ټولنه چې پکې د توحید پر چورلیز په یو پېوسته حرکت کې د مومنانو ګډ ژوند یې تر ټولو لوړه نښه ده؛ له ټکر او جګړې ډډه کول، له تبعیض او اشرافی امتیازاتو ځان ساتل، له فساد او ککړتیا لرې والی، لازم شرط دی؛ د شیطان ویشتل او له مشرکانو د کرکې اظهار، په کمزور خلکو کې ورګډېدل او د بېوزلانو مرسته کول، او د ایمان د خاوندانو د شعایرو ژوندی ساتل، د اصلی دندو په لیکه کې راځی؛ او عمومی ګټو او مصالحو ته رسیدل همېشه د خدای له یاد، او د هغه له شکر او بندګۍ سره یو ځای او مینیځنی او آخری هدفونه دی.

دا د ابراهیمی حج په هنداره کې د اسلامی ټولنې یو اجمالی تصویر دی او د ادعاګرو لویدیځو ټولنو له واقعیت سره یې پرتله کول، دغه شان یوې ټولنې ته د رسېدلو لپاره هڅې او زیار ته د هر همتناکه مسلمان زړه له مینې او شوقه ډکوی.

مونږ د ایران خلکو د لوی امام خمینی په هدایت او مشرۍ سره په دغه شان یو شوق سره په لاره کې ګام کېښود او کامیاب شو. ادعا نه کوم چې هغه څه چې پېژنو یې او مینه ورسره لرلو، ټول پر ځای کړی شو، خو ادعا کوو چې په دې لاره کې ډېر پر مخ تللې یوو او ډېر خنډونه مو له لارې ایسته کړې دی. په قرانی وعدو د باور په برکت، زمونږ ګامونه پیاوړې پاتې شوې دی. د دې زمانې تر ټولو لوی شوکمار او غدار شیطان یعنې د امریکا رژیم نه دی توانېدلی چې مونږ وویروی او یا مو په خپل مکر او چل سره راوپرزوی یا مو د مادی او معنوی پرمختګ مخه ونیسی.

مونږ ټول مسلمان ولسونه خپل وروڼه ګڼو، او له هغو غیر مسلمو سره چې زمونږ دښمنۍ ته یې ملا نه ده تړلې په نیکۍ او عدالت سره چلند کوو. د مسلمانو ټولنو غم او کړاوونه خپل کړاوونه ګڼو او د درملنې هڅه یې کوو. د مظلوم فلسطین مرسته، د یمن د ژوبلې تنې لپاره زړه سوزول، او د نړۍ د هرې سیمې تر ستم لاندې مسلمانانو فکر او غم خوړول خپل همېشنی فکر او لومړیتوب ګرځوو.

د ځینو مسلمانو هیوادونو مشرانو ته نصیحت خپله دنده ګڼو؛ هغه چارواکی چې په خپل مسلمان ورور د تکیې په ځای د دښمن غېږې ته پناه وړی او د خپلو څو ورځنیو شخصی ګټو لپاره، د دښمن حقارتونه او بدماشۍ زغمی او د خپل ولس عزت او خپلواکی لیلاموی. هغوی چې د غاصب او ظالم صیونسټ رژیم بقا قبلوی او په پټه او ښکاره ورته د دوستۍ لاسونه غځوی، دوی ته نصیحت کوو او د دغه عمل له ترخو پایلو یې خبرداروو.

د لویدیځې آسیا په سیمه کې د امریکا شتون د دغه سیمې د ولسونو په تاوان او د هیوادونو د ناامنۍ، ورانۍ او شاته پاتې والی سبب ګڼو. په اوسنیو قضایاو کې امریکا او پکې د توکمیز توپیر په خلاف په راپورته شوې یون کې هم زمونږ پرېکنده دریځ، د خلکو پلویتوب او د دغه هیواد د توکم پاله دولت د ظالمانه کړچار غندل دی.

په پای کې په حضرت بقیة الله (ارواحنا فداه) په درود او سلام سره، د ارواښاد امام د یاد درنښت کوم او د شهیدانو په پاکو ارواوو سلام وایم او په نزدې راتلونکې کې د اسلامی امت لپاره د امنه، مقبول او مبارک حج دعا کوم.

والسلام علی عباداللّه الصالحین

سید علی خامنه‌ای

د ۱۳۹۹ کال د زمری د میاشتې اومه نېټه


...............


300


| شناسه مطلب: 101739




پشتو



نظرات کاربران