Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO بعثه مقام معظم رهبری در گپ بعثه مقام معظم رهبری در سروش بعثه مقام معظم رهبری در بله
Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO

Message of Imam Khamenei on 2021 Hajj pilgrimage, in PASHTO

In his message to 2021 Hajj, the Leader of the Islamic Revolution emphasized that over the last 150 years Muslim nations have mostly been subject to the aggressive western countries’ greed, interference and malevolence. Imam Khamenei also stressed that the Islamic nation must make up for the past and “resist” against such aggression.

معظم رهبر د حج په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلامی نړۍ ستونزو ته په اشارې سره، د مقاومت د ډلو پاڅون او ویښتیا په فلسطین، یمن او عراق کې د اسلامی سیمو له هیله بخښونکو حقیقتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چی په اسلامی هیوادونو کې د مجاهدت لومړی اثر د امریکې او د نورو زورویونکو د شرارتونو او لاسوهنو مخنیوی دی.


حضرت ایت الله خامنه ای د حج د ورځو په مناسبت د بیت لله په میلمستیا کې د لیوالو زړونو د حسرت دوام یوه تېرېدونکې ازموینه وبلله او د حج د پیغام د نه کمرنګ کېدو د ضرورت په ټینګار سره یې، د یرغلرو ځواکونو په تېره بیا د امریکې په وړاندې مقاومت د دغو لوړو پیغامونو له جملې وګڼل.


هغوی د اسلامی نړۍ ستونزو او کړاونو ته په اشارې سره، د مقاومت د ډلو پاڅون او ویښتیا په تېره په فلسطین، یمن او عراق کې د اسلامی سیمو له هیله بخښونکو حقیقتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ: د مجاهدینو نصرت الهی رېښتنې ژمنه ده او په اسلامی هیوادونو کې د دې مجاهدت لومړی اثر د امریکې او د نورو زورویونکو د شرارتونو او لاسوهنو مخنیوی دی.


د اسلامی انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه ای د نورو کلونو په شان سږ کال هم د حج په مناسبت خپله مهمه وېنا ورکړې ده چی د بشپړ متن پښتو ژباړه یې به لاندې ډول دی:


بسم الله الرحمن الرحیم


و الحمد للّه ربّ العالمین و صلّی اللّه علی محمّد و آله الطّاهرین و صحبه المنتجبین و مَن تَبِعهم بِاحسان الی یوم الدّین.


د ټولی نړۍ مسلمان خوندی او وړونه!


سږ کال هم اسلامی امت د حج له لوی نعمت څخه محروم پاته شو او لېوالو زړونو په ډېر آه او افسوس سره د هغه محترمی خونې میلمستیا د لاسه ورکړه چی حکیم او رحیم خدای د خپلو بندګانو لپاره جوړه کړې ده.


دغه دوهم کال دی چی د حج معنوی سرور او د خوشحالۍ موسم د فراق او د حسرت په موسم بدل شوی دی او د دغه ساری ناروغۍ  بلا، او یا شاید هم په حرم شریف باندې د حاکمو سیاستونو بلا، د اسلامی امت د ستروالې، یووالې او د معنویت د سېمبول له لیدلو څخه د مومنانو لیوالې سترګې محروموی او دغه پرتمینه او جګه څوکه په وریځو او دوړو سره پټوی.


دغه ازموینه هم د اسلامی امت د تاریخ د نورو ازموینو په څېر تېرېدونکې ده چی کولایشی ځلانده راتلونکې په ځان پسې ولری، مهمه خبره دا ده چی حج په خپل حقیقی بڼه سره د ټولو مسلمانانو په زړونو کې ژوندی پاتی شی او اوس چی موقتا د حج مناسک نه تر سره کیږی د هغې متعالی پیغام کمرنګ نه شی.


حج یو له رازونو ډک عبادت دی  چی په هغې کې د خوځښت او د سکون ښکلې ترکیب، د مسلمان ټولنې او د مسلمان کس د هویت جوړونکی او د نړۍ سترګو ته د ښکلاو وړاندې کوونکې دی.


له یوې خوا د ټولو بندګانو زړونو ته په ذکر، خشوع او تضرع سره معنوی عروج وربخښی او خدای ته یې نژدې کوی، او له بلی خوا په یو شان جامې او یو شان خوځښت او غږمل حرکاتو سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغونډ شوی وړونه له یوبل سره وصلوی.


او له بل پلوه د اسلامی امت تر ټولو غوره بېلګه یا سمبول د ټولو ښکلی او معناداره او له رازونو ډک مناسکو سره د نړیوالو نندارې ته وړاندې کوی او د اسلامی امت عزم او سترتوب بدغواړو ته ورښیی.


سږ کال د خدای د دغه معظم کور حج  ممکن نه دی لیکن رب البیت یعنی خدای ته توجه، ذکر، خشوع او تضرع او استغفارو ته لاسرسی شتون لری، په عرفاتو کې حضور ممکن نه دی خو د عرفې په ورځ معرفت زیاتوونکې دعا او مناجات میسر دی، په منا کې د شیطانانو ویشتل (رمی جمارات) ممکن نه دی لیکن په تولو ځایو کې د قدرت غواړو شیطانونو دفع کول او شړل ممکن دی، د کعبې په چارچاپېر د بدنونو یو موټۍ حضور ممکن نه دی لیکن د قرآن کریم د روښانه ایتونو په چارچاپېر د زړونو یو هېړه شتون او اعتصام به حبل الله همېشنۍ وظیفه ده.


موږ د اسلام پېروکاران چی نن سبا له لوی نفوس، پراخ ټاټوبی، بې شماره طبیعی شتمنۍ او له ژوندی او فعاله ولسونو څخه برخور یو باید په خپلو امکاناتو سره راتلونکې انځور کړو.


په تېرو ۱۵۰ کلونو کې مسلمان ولسونه د خپلو هیوادونو او هیوادونو په برخلیک کې رول نه دی لرلی او بې له یو څو موردونو همېشه د لوېدیځو تېری ګرو دولتونو په سیاستونو سره اداره شوی دی او تل د هغوی د طمع او شرارتونو ښکار ګرځېدلی دی، په پوهنیز او نورو ډګرونو کې د اکثرو هیوادونو پس پاته کېدل او سیاسی پېیلتیا د هغه بې کفایتی او کمزوری پایله ده، زموږ ولسونه، زموږ ځوانان، زموږ ساینس پوهان، دینی عالمان او مدنی ړون اندان، سیاستوال، ګونډونه او ټولنې مو باید دغه د ننګ او بې ویاړه مخینه جبران کړی، باید د لوېدیځو قدرتونو د شرارتونو، لاسوهنو او زوروینې په وړاندې ودریږی او مقاومت وکړی.


د ایران د اسلامی جمهوریت ټوله خبره چی نړیوال استکبار یې په غوصه کړې، دغه مقاومت ته بلنه ده، د امریکې او نورو یرغلګرو ځواکونو د لاسوهنو او شرارتونو په وړاندې مقاومت او په اسلامی معارفو باندې په تکیې سره د اسلامی نړۍ د راتلونکې د جوړولو د چارو په لاس اخیستل.


طبیعی خبره ده چی امریکا او ملګری یې د مقاومت د نوم په وړاندې حساس دی او په ډول ډول دښمنیو سره یې د اسلامی مقاومت د جبهې مقابلې ته ملاتړلې ده.


له هغوی سره د سیمی د ځینو دولتونو ملګرتیا هم د دغو شرارتونو د دوام په لړ کې یو تریخ حقیقت دی.


په خدای توکل او لایزال الهی قدرت ته پاملرنه، ولسی ځان باوری، په مجاهدت او هڅو باندې باور،  پرمختګ لپاره کلک هوډ او بریالیتوب ته زیاته هیله هغه نېغه لاره ده، چی د حج مناسک لکه سعی او طواف او عرفات او جمرات او شعایر او د حج  وحدت او برم یې موږ ته ښیی.


په اسلامی نړۍ کې د صحنې حقیقتونه دا هیله زیاتوی او دغه عزم پیاوړی کوی. د بلی خوا د اسلامی نړۍ ناخوالې، پوهنیز شاته پاتی والې، سیاسی پېیلتیاوې، اقتصادې او ټولنیز کړکېچونه موږ د یوې ستری وظیفې او نه ستړېدونکې مجاهدت په لور بیایی، لاندې شوی فلسطین زموږ څخه مرسته غواړې، مظلوم او په وینو لړلی یمن زړونه دردوی، د افغانستان مصیبتونه ټوله اندېښمنوی، په عراق، سوریې او لبنان او نورو مسلمانو هیوادونو کې ترخې پېښی چی د امیرکې د لاسوهنې او د شرارت لاس په کښې ښکاره دی، د ځوانانو غیرت او همت راپاروی، او د بلی خوا څخه په دغه حساسه سیمه کې د مقاومت د ډلو پاڅون، د ولسونو ویښتیا، د ځوان او له نشاط ډک نسل په زړونو کې هیلی راژوندی کوی، فلسطین په خپلو ټولو برخو کې د قدس توره له نیام کاږی، د قدس، غزې، د اردن د سیند د لوېدیځی غاړې، ۴۸ سیمې او د کېمپونو اوسیدونکی ټول پاڅون کوی او د ۱۲ ورځو په جریان کې د یرغلګر پوزه په خاورو موږی، محاصره شوی او یوازې پاته شوی یمن  اووه کاله د شرور او قسی القلب  او ظالم دښمن مظلوم وژنه جنګ او جنایت زغمی او د خوړو، درملو او د ژوندانه د امکاناتو د نه شتون سره سره زور ویونکو ته نه تسلیمیږی او هغوی په خپل نوښت او اقتدار سره لالهانده کوی، په عراق کې د مقاومت ډلی په ښکاره او لوړ ږغ سره نیواک ګر امریکا او لاسپوڅی داعش په شا تمبوی او له ویری پرته د امریکې او د هغه د ملګرو د هر ډول لاسوهنه او شرارت په  ضد خپل کلک هوډ ښکاره کوی.


په عراق، سوریې، لبنان او نورو هیوادونو کې د غیرتمنو ځوانانو او د مقاومت د ډلو د غوښتنو او ارادې د تحریف لپاره د امریکې تبلیغاتی هلی ځلی، او پړه یې د ایران یا د هری بلی مرجع په غاړه اچول، د هغو زړه ورو او ویش ځوانانو سپکاوی او د دې سیمی د ولسونو په هکله د امریکې د ناسم درک او ناپوهی پایله ده.


همدغه ناسم درک سبب شوی چی امریکا په افغانستان کې تحقیره شی او ۲۰ کاله مخکې تر هغه ولوله ناک راتګ وروسته، او د بې دفاع او ملکی وګړو په وړاندې د بېلابېلو وسلو او بمونو تر کارولو وروسته، ځان په جبې کې احساس کړی او خپل ځواکونه او فوځی سازوسامان ترې وباسی.


البته د افغانستان ویش ولس باید د امریکې د نرمی جګړې وسلو او استخباراتی اوزارونو څخه غافل نه شی او په وړاندې یې په هوښیارۍ سره ودریږی.


د سیمی ولسونه وښودل چی ویش او هوښیار دی او لاره یې د هغو دولتونو چی د امریکې د خوشحاله کولو په لړ کې حتی د فلسطین په مهمه مساله کې غوښتونو ته یې غاړه ایږدی، جلا ده، هغه دولتونه چی د صهیونیست له غاصب رژیم سره په ښکاره او پټه دوستی ږغوی یعنی د فلسطین په ټاټوبی کې د فلسطینی ولس د تاریخی حق انکار کوی، دغه د فلسطینیانو په شتمنی ډاکه اچول دی، هغوی د خپلو هیوادونو د طبیعی زیرمو په چور او تالان بساینه نه ده کړې او اوس د فلسطینی ولس شتمنی چورتالان کوی.


اې زما وړونو او خویندو!


زموږ سیمه او د هغه چټک او بېلابیلی پیښی، د درسونو او عبرتونو نندارتون دی، له یوې خوا د زور ویونکی یرغلګر په وړاندې د مجاهدت او د مقاومت  ځواک او د بلی خوا د تسلیم، ضعف، زغم او تپلو په پایله کې ذلت.


د خدای په لاره کې د مجاهدینو نصرت الهی رېښتنې وعده ده، اِن تَنصُرُوا اللَّهَ یَنصُرکُم وَ یُثَبِّت اَقدامَکُم.  


د دې مجاهد لمړنی اثر، په اسلامی هیوادونو کې د امریکې او د نورو نړیوالو زور ویونکو د لاسوهنو او د شرارتونو مخنیوی دی. ان‌شاءاللّه.


له متعال خدای څخه د مسلمانو ولسونو د نصرت غوښتونکی یم او په حضرت بقیه الله (ارواحنا فداه) درود استوم او د عظیم الشان امام خمینی او بزرګوار شهیدانو د لوړو مرتبو غوښتنه له خدای څخه کوم.


والسّلام علی عباد اللّه الصّالحین


سیّدعلی خامنه‌ای


26 چنګاښ 1400


6 ذی‌‌الحجّه 1442


| شناسه مطلب: 107566







نظرات کاربران