Message of Imam Khamenei on 2022 Hajj pilgrimage, in PASHTO

On the occasion of the Hajj season, the Leader of the Islamic Revolution Ayatollah Seyyed Ali Khamenei issued an important message to the all Muslim brothers and sisters attending Hajj rituals. The following is the full text of Imam Khamenei's message to the 2022 Hajj Pilgrimage in Pashto.

اسلامی نړۍ له تاندو او انګیزه لرونکو ځوانانو ډکه ده او دراتلونکی دجوړونې لپاره ترټولو لویه پانګه ، په نفس باندې اعتماد او امید دی چې  نن سبا په  اسلامی نړۍ  په تیره ددغې سیمې په هیوادونو کې څپې وهی ، مونږ درست دنده لرو ،  دغه پانګه وساتو او نوره ئې هم زیاته کړو.


زمونږخبریال راپور راکړ ، داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر مسلمین د بیت ا.. الحرام د حاجیانو په نامه پخپل پیغام کې  روښانه کړې ده ،اوس نور لیبرالزم  او کمیونزم  د لودیځ دتمدن  د ترټولو مهمې ډالۍ په توګه ، د  پنځوس او سل  کلن مخکې وخت ځلاګانې نه لری ، د لویدیځ په پیسو ولاړې ډیموکراسۍ عزت او آبرو ، له ډیرو جدی پوښتنو سره  مخامخ شوې ده او لویدیځی متفکران  اعتراف کوی ، چې  له عملی او معرفی لالهاندۍ سره  لاس او ګریوا ن شوی دی .


  د  مسلمانانو ولی امر  ټینګار وکړ ،  دامریکا او د هغې جنایتکار همدست یعنی ، په سیمې کې غاصب رژیم ، ناکامۍ او سربدالی  د فلسطین ، لبنان ، سورئې، عراق ، یمن او افغانستان د پیښو په صحنو کې  په اوڅاره لیدل کیدلی شی .


د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د مقاومت په اوڅاره غوړیدونکی  او ځلیدونکی  او  د اسلامی ویښتیا او ځان پوهونې د ودې پر ځلانده پیغامونو باندې په ټینګار سره  ووئیل ، د فسطین صحنه ، ددغې حیرانونکی ښکارندې  یوه ځلا ده ، چې توانیدلې ، دصیونیسټ یاغی  رژیم  ئې له یرغلیز او غوریدونکی حالته  د انزوا او دفاع وضعیّت ته کاږلی  او  اوسنی ښکاره   سیاسی  او امنیتی او اقتصادی مشکلات  ئې ورباندې  وتپی ،  د  مقاومت  یوه بله ځلانده  نمونه ،  په لبنان ،عراق ، یمن او ځینو نورو سیمو کې  په وڅاره توګه لیدل کیږی .


 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  ددې خبرې په کولو سره چې   نننۍ دنیا  په اسلامی ایران کې  داسلام د سیاسی حامیّت او قدرت  یوه سرلوړی مثال  دی زیاته کړې ده ،  ددغو اساسی اصولو  دلیسټ په سر کې  ، په قانون جوړونې او اجرا کې  د اسلام حاکمیّت  ،د هیواد په ترټولو مهمو مسئلو کې  پر ولسی رایو تکیه ، بشپړ سیاسی خپلواکی او د ستمګرو قدرتونو په وړاندې نه تسلیمیدل دی   ، او همدغه اصول دی ، چې د مسلمانو ملتونو اوحکومتونو داجماع  ځای کیدلی   او اسلامی امت  ملګرتیاؤ او لورنیونو په لړ کې  یو موټی  او متحد ساتلی شی .


د مسلمانانو ولی امر وحدت او معنویّت ، د حج دوه اساسی ستنې  او دسالامی امت د نیکمرغۍ  اوعزت دوه عامل وبلل او ټینګار ئې وکړ ، اسلامی نړۍ له تاندو او انګیزه لرونکو ځوانانو ډکه ده او دراتلونکی دجوړونې لپاره ترټولو لویه پانګه ، په نفس باندې اعتماد او امید دی چې  نن سبا په  اسلامی نړۍ  په تیره ددغې سیمې په هیوادونو کې څپې وهی ، مونږ درست دنده لرو ،  دغه پانګه وساتو او نوره ئې هم زیاته کړو.


| شناسه مطلب: 112230




پشتو