د نړۍ له جلادانو په تیره بیا له امریکا او اسرائیلو بیزاری او کرکه باید ښکاره شی

د نړۍ له جلادانو په تیره بیا له امریکا او اسرائیلو بیزاری او کرکه باید ښکاره شی

بسم الله الرّحمن الرّحیم


 


و الحمد لله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی خیر البریّة سیّدنا محمّدٍ المصطفی و آله الطّیّبین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.


 


په زړه پورې ابراهیمی  غږ  چې د خداوندمتعال  په فرمان سره ،  درست انسانان په ټولو پړاؤنو کې د حج په موسم کې  خانه کعبې ته بولی، سږکال ئې هم له درستې نړۍ څخه  لکونو مسلمانان ،د  توحید او وحدت او یووالی دغه مرکز ته مجذوب  کړی او دا ولولناک او د مختلفو ملیّتونو  د خلکو عظیم ټول   او  د اسلام د معنوی عامل قوت او پراخ انسانی ځواک  ئې  د ځان او  پرَدیو په لور   نندارې ته کاږلی دی.


 


د حج لویه اجتماع او پیچلی مناسک هرکله د تدّبر په سترګه ولیدل شی، نو د مسلمانانو لپاره د زړه قوت او د ډاډ سرچینه ده ، او د دښمن او بدغواړو  لپاره له هیّبت ډکه او ویرؤنکی  ده.


 


د حیرانتیا ځای نه دی ،که د اسلامی امت بدغواړی او دښمنان ،د حج  د فریضې  دغه دواړه لوری  د تخریب او شک څپې وبریښوی، نو  هغه که د دینی او سیاسی توپیرونو سترښودل وی او که  د معنوی او دقدسی اړخونو  کم بریښول.


 


قرآن  کریم، حج  د انسانانو د یوشان کرامت مظهر، د خشوع او ذکر او عبودیّت  نښه، د انسان د معنوی او مادی ژوندمنظمیدا، د هدایت او برکت بیلګه، د وروڼو ترمینځ  د عملی خبرو او اخلاقی  آرامښت مظهر او د دښمنانو په وړاندې د بیزارۍ بیلګه  او  قدرتمنه جبهه معرفی  کوی.


 


له حج سره  په اړونده آیتونو کې تدّبر او ددغې بې مثاله فریضې  په اعمالو او مناسک کې  فکر او تامل، دا او  د دوی په شان  مخکې راز او رمزونه ،مونږ ته د حج په پیچلی ترکیب  کې راښکارکوی.


 


 تاسو  حج اداکونکی خوئیندې او وروڼه، اوس ددغو حقایقو  او  لوړو معارفو  د تمرین په ډګر کې یاست. خپل عمل او لیدتوګه  ورسره لا نزدې او  لانزدې کړئ ،  او  په دغو  لوړو مفاهیمو سره اغښلی او رغول شوی هویّت بیرته  کور ته  له ځان سره یوسئ، دا  د تاسو د حج د سفر هماغه حقیقی او ارزښتمن سوغات دی.


 


سږکال  د برائت مسئله   له تیرو کلونو څخه لا جوَته ده . د غزې بوږنونکی غمیزې  چې  په اوسمهال تاریخ کې بې ساری دی، او د سخت زړه  او قساوت  د بیلګې او د بې رحمه  او البته د مخ په ځوړتیا صهیونیسټی رژیم  ګستاخئ،،د هیڅ یوه مسلمانې فرقې ، حکومت ، ګوند او وګړی  لپاره هیڅ  ملاحظه او مماشات باقی پریښودلی  نه دی. د سږکال برائت او کرکه باید د حج  د میقات  او موسم څخه ورآخوا  په درستې نړۍ کې  په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو کې دوام ومومی او د حج له ادکونکو ورآخو د خلکو نورو پرګنو ته هم وغزیږی.


 


له صهیونیسټ  رژیم او د هغو له ملاتړو په تیره بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه دغه برائت او کرکه  باید په قول او عمل کې  خپلو ملتونو او حکومتونو ته وروښئئ او  پر جلادو  ډګر تنګ کړئ.


 


د فلسطین او د غزې د مظلومو او صبرناکو خلکو وسپنیز مقاومت چې د هغوی مقاومت او د صبر پرتم  او ولولې، درسته نړۍ ستاینې او قدرونې ته اړکړې ده ،باید  له هر اړخه  ئې ملاتړ او پشتیبانی وشی.


 


له خداوندمتعاله  د دوی لپاره د بشپړ او زر بریالیتوب دعا کوم  او د تاسو  قدرمنو حاجیانو لپاره  هم د قبول حج هیله کوم.د حضرت بقیة الله (عجل) مستجابه دعا  د تاسو پشتیبانه ووسه.


 


والسّلام‌علیکم‌ورحمة‌الله


 


سیّدعلی خامنه‌ای


 


د ۱۴۴۵قمری کال د ذی  الحجې ۴ 


 


د  ۱۴۰۳لمریز کال  د غبرګولې ۲۲


 


۲۲ خرداد ۱۴۰۳


| شناسه مطلب: 122924