pashto
بسم الله الرحمن الرحیم والحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید الخلق اجمعین محمد و آله الطاهرین و صحبه المنتجبین و علی التابعین لهم باحسان الی یوم الدین. او سلام دې وی پر کعبې شریفې،د توحید پر اډاڼې ، د مومنانو د طواف او د پرښتو د
بسم الله الرحمن الرحيم
والحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علي سيد الخلق اجمعين محمد و آله الطاهرين و صحبه المنتجبين و علي التابعين لهم باحسان الي يوم الدين.
او سلام دې وي پر كعبې شريفې،د توحيد پر اډاڼې ، د مومنانو د طواف او د پرښتو د راكوزيد پر ځاي، او سلام دې وي پر مسجد الحرام او عرفات او مشعر و مني ، او سلام دې وي پر خاشعو زړونو او ذاكرو ژبو، او په بصيرت رڼو سترګو، او په عبرت لاره موندونكو فكرونو، او سلام دې وي پرتاسو بختورو حجيانو چې الهي بلنې ته د لبيك توفيق مو حاصل كړي او په دغه پر نعمته دسترخوان ناست يئ.
لومړۍ دنده ، په دغه نړيوال تاريخي او هميشني لبيك غور كول دي: ان الحمد و النعمة لك و الملك، لا شريك لك لبيك. ټولې ستاينې او مننې د هغه ، ټول نعمتونه د هغه له لوري او ټول ملك او طاقت د هغه دي . دا دي هغه نظر چې حج كوونكي ته ددغه پرمغزه او معنادارې فريضې په لومړي ګام كې وركول كيږي او ددغه مناسكو دوام له دې سره غږمله ترسره كيږي.او بيا د يو هميشني تعليم او نه هيريدونكي درس په شان هغه ته وړاندې كيږي او پر اساس يې د ژوند د پروګرام برابري له هغه غوښتل كيږي. دد غه لوي درس زده كول او پرې عمل كول هماغه بركتناكه سرچينه ده چې د مسلمانانو ژوند ته تاندوالي، حيات او خوځښت وركولي او هغوي له هغو ستونزو چې پرې اخته دي - په دې زمانه او په هره زمانه كې- ژغورلي شي.
د نفسانيت كبر او شهوت بت، د سلطه غوښتنې او سلطه مننې بت ، د نړيوال استكبار بت ، د لټۍ او بې مسووليتۍ بت او د انسان د عزتمن نفس ټول خواروونكي بتان به په دغه ابراهيمي نعرې سره كله چې د زړه له تله راپورته شي او د ژوند په پروګرام بدله شي، مات شي. او ازادي عزت او سلامت به د پييلتيا، سختۍ او خوارۍ ځاي ونيسي.
اي حج كوونكو وروڼو او خويندو، له هر ولس او هر هيواده چې راغلې يئ په دغه حكمتناكې الهي كلمې فكر وكړئ او د اسلامي نړۍ په تيره بيا د اسيا د لويديځ او د افريقا د شمال ستونزو ته په ځيرې كتنې سره ، خپلو شخصي او چاپيريالي امكاناتو او وړتياوو ته په پام سره د ځان لپاره يوه دنده او مسووليت تعريف كړئ او ورپاره هڅه وكړئ.
نن په دې سيمه كې د امريكا شرارتي سياستونه چې د جنګ ، وينې بهيدو، كډوالۍ او فقر ، شاته پاتې والي، او د مذهبي او قومي اختلافاتو سبب شوې ، له يوې خوا ، او د صهيونيسټ رژيم جنايتونه چې د فلسطين په هيواد كې يې خپل غاصبانه چلند د خباثت او شقاوت اوج ته رسولي ، او د مسجد الاقصي د سپيڅلې حريم بيا بيا سپكاوي او د مظلومو فلسطينيانو د ځان او مال چخڼي كول له بلې خوا، ستاسو ټولو مسلمانانو لومړۍ درجه مساله ده چې بايده ده فكر پرې وكړئ. او پر وړاندې يې خپله اسلامي فريضه وپيژنئ. او ديني عالمان، سياسي او كلتوري پوهان خو بيا لا درنه دنده لري. چې افسوس اكثره وخت يې ترې غفلت كړي دي. عالمان دې مذهبي اختلافاتو ته د لمن وهلو په ځاي ، سياستوال دې د دښمن پر وړاندې دكمزورۍ په ځاي او كلتوري پوهان دې په فرعي چارو د مشغوليدا په ځاي د اسلامي نړۍ لوي درد وپيژني او خپله دنده دې چې د الهي عدالت په مخكې يې د ادا كولو مسووليت لري ، ومني او پوره دې يې كړي.
په سيمه كې ژړوونكې پيښې، په عراق شام ، يمن او بحرين او په لويديځه غاړه او غزه او په ځينې نورو اسيايي او افريقايي هيوادونو كې د اسلامي امت لويې ستونزې او مصيبتونه دي چې د نړيوال استكبار د پښو پلونه پكې بايد وليدلي شي او د درملنې فكر يې وشي. ولسونه بايد هغه له خپلو دولتونو وغواړي او دولتونه بايد په خپلو درنو دندو وفاداره اوسي.
او حج او پرتمينه غونډې يې د دغه تاريخي مسووليت د څرګنديدو او تبادلې تر ټولو لوړ ځاي دي . او د برائت فرصت چې بايد له هره ځايه د راغليو حجيانو په راغونډيدو سره غنيمت وګڼل شي ، په دغه هر اړخيزې فريضې كې يو تر ټولو ګويانه سياسي عمل دي .
سږ كال د مسجدالحرام ترخې او تاوانمنۍ پيښې د حجيانو او د هغوي د ولسونو د خولې خوند تريخ كړ. سمه ده چې د دغه پيښې قربانيان چې د لمانځه ، طواف او عبادت په حال كې د حق ديدار ته وزغاستل لوي سعادت ته رسيدلې او د الهي رحمت ، رعايت او امن په حريم كې په ابدي خوب اوده شوې ان شاء الله، او دا دهغوي د پاتې كسانو لپاره لويه تسلا ده ، خو دا چاره،دهغو كسانو چې د رحمان د ميلمنو د امنيت ذمه داري لري د مسووليت دروندوالي نه شي كمولي. په دغه تعهد عمل او د دغه مسووليت ادا كول زمونږ پريكنده غوښتنه ده .
والسلام علي عبادالله الصالحين
سيد علي خامنه اي
د ۱۴۳۶ هجري قمري كال د ذي الحجې